کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادی معاونیت خبر ورکړی، چې د اقتصادی کمېسیون د تخنیکی کمېټې په نوبتی غونډه کې د چرګانو سکټور د ځان بسیاینې پالیسۍ باندې بحث شوی.
یاده پالیسی تر هر اړخیزې ارزونې وروسته د تخنیکی کمېټې له لوری د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره د تایید وړ وبلل شوه، چې په عملی کېدو سره به یې افغانستان د چرګانو سکټور کې بشپړې ځان بسیاینې ته ورسیږی.
د دې پرمټ به په مستقیم او غیر مستقیم ډول شاوخوا ۷۰۰زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شی.
د اقتصادی معاونیت په وینا، له دې سربېره دغې غونډې ته د ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ لمریز کلونو پر مهال د کرنې وزارت له لوری د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د رغول شویو او تر بیارغونې لاندې حکومتی سړو خونو راپور هم وړاندې شو، چې دغه موضوعات د وروستۍ پرېکړې په موخه اقتصادی کمېسیون ته ورکړل شول.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ