کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اقتصادی کمېسیون په خپله نوبتی غونډه کې د حقالعبور په بدل کې د کابل – جلال اباد د دوهم سرک د جوړولو پروژه او د کابل ولایت په ختیځه سیمه کې د برېښنایی دروازو د کمپلېکس د جوړولو طرحه منظور او تایید کړه.
د خبر پر بنسټ، د سرپرست حکومت د اقتصادی معاونیت له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې د اقتصادی مرستیال په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې د حقالعبور په بدل کې د کابل – جلال آباد د دوهم سرک جوړولو پر پروژې، د مازادو او خوراکی غنمو د پېرلو پر تګلارو، د کابل ولایت په ختیځه سیمه کې د برېښنایی دروازو د کمپلېکس پر جوړولو او ځینو نورو موضوعاتو باندې بحث شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ