کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۳ مه نېټه):
د اقتصاد وزارت د نوی طرزالعمل له مخې، انجیوګانې او شرکتونه نه شی کولی دولتی مسلکی کارکوونکی د اړوندې ادارې له موافقې پرته استخدام کړی او که کوم کارکوونکی د خپلې ادارې له موافقې پرته دنده پرېږدی او یا هم د غیرحاضری او جرم پر بنسټ منفک شی، تر دوو کلونو نه شی کولی په غیردولتی موسسو کې دنده واخلی. د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وایی چې دغه طرزالعمل د پلې کېدو وړ دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ