کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې اقتصاد وزارت ویلی، چې په تېر کال کې د روغتیا، کرنې، ترانسپورت او انرژۍ په برخو کې څه باندې ۳۵۰۰ پروژې عملی شوی دی.
د راپور پر بنسټ دغه وزارت زیاته کړې، چې پر دغو پروژو څه باندې یو میلیارد ډالره لګول شوی دی.
له دې سره سم د سرپرست حکومت ویاند ویلی، چې د تېر کال په پرتله سږ کال پراختیایی بودیجه ډېره شوې ده.
سرپرست حکومت په تېرو دوو کلونو کې د زیربینایی پروژو له پیل، له کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د صادراتو له زیاتېدو، د کانونو له کېندنې، د بیارغونې د پروژو عملی کېدل او پولی ثبات له مهمو اقتصادی لاسته راوړنو څخه ګڼلې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ