الماتا کې د افغانستان او منځنۍ آسیا لپاره د دایمی پرمختګ مرکز جوړیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې قزاقستانی رسنیو راپور ورکړی، چې د ملګرو ملتونو عمومی اسمبلۍ د افغانستان او منځنۍ آسیا د هېوادونو د دایمی پرمختګ لپاره د یو سیمه‌ ییز مرکز د جوړولو پرېکړه کړې.

د سرچینې په وینا، د یاد مرکز د جوړولو پرېکړه‌ لیک د رایو په ډېرښت تصویب شوی او ټاکل شوې چې مرکز به د قزاقستان په الماتا ښار کې پرانیستل شی.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومرت توکایف ویلی، د افغانستان ثبات او سوکالی د منځنۍ آسیا پر امنیت او پرمختګ مستقیم اغېز لری.

د دې مرکز له جوړېدو څخه تمه کیږی، چې د اقتصادی همکاریو پراخولو ته زمینه برابره، د سیمې ثبات ته لاسرسی اسانه او د پرمختیایی پروژو همغږی پیاوړې کړی.

د دې مرکز جوړېدل کولی شی د افغانستان لپاره د بهرنیو فرصتونو دروازې پرانیزی، چې د بشری مرستو، زېربنایی پروژو او اقتصادی همکاریو په برخه کې به مهم رول ولوبوی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.