معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / الکساندر لوکاشینکو د اووم ځل لپاره د بلاروس ولسمشر وټاکل شو

الکساندر لوکاشینکو د اووم ځل لپاره د بلاروس ولسمشر وټاکل شو

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۹ مه نېټه)

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د بلاروس د ټاکنو مرکزي کمیسیون اعلان کړی چې الکساندر لوکاشینکو د ۸۱ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره بریا خپله کړې او په دې توګه یې د خپلې ۳۱ کلنې واکمنۍ موده نوره هم وغځوله. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د دې بریا په مناسبت لوکاشینکو ته مبارکي ویلې، خو د لویدیځ ډېری رسنۍ او سیاسي څارونکي دغو ټاکنو ته د مشروعیت په سترګه نه ګوري.

ایګور کارپنکو، چې د بلاروس د ټاکنو د مرکزي کمیسیون مشري کوي، د دوشنبې په سهار په یوې خبري غونډه کې وویل چې لوکاشینکو د ۸۶.۸ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د ولسمشر په توګه بیا ټاکل شوی دی.

بلخوا د اروپایي اتحادیې او امریکا دغه ټاکنې “نامشروع” بللې او ویلې یې دي چې دا پروسه نه آزادانه وه او نه عادلانه.

همدا راز د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر، رادوسلاو سیکورسکي، په طنز سره ویلي چې د لوکاشینکو لپاره حیرانوونکی دی چې یوازې ۸۷.۶ سلنه خلکو د هغه ملاتړ کړی دی. هغه په خپل پوسټ کې پوښتنه کړې: “ایا پاتې خلک به په زندانونو کې ځایېدلای شي؟”

په همدې حال کې، نړیوالې رسنۍ راپور ورکوي چې لوکاشینکو د پایلو د اعلان وروسته په یوه اوږده خبري کنفرانس کې د اعتراضونو او انتقادونو په وړاندې بې‌پروا پاتې شو او ویې ویل چې د لویدیځ نظر ورته هېڅ ارزښت نه لري.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس