الکساندر لوکاشینکو د اووم ځل لپاره د بلاروس ولسمشر وټاکل شو

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۹ مه نېټه)

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د بلاروس د ټاکنو مرکزی کمیسیون اعلان کړی چې الکساندر لوکاشینکو د ۸۱ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره بریا خپله کړې او په دې توګه یې د خپلې ۳۱ کلنې واکمنۍ موده نوره هم وغځوله. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د دې بریا په مناسبت لوکاشینکو ته مبارکی ویلې، خو د لویدیځ ډېری رسنۍ او سیاسی څارونکی دغو ټاکنو ته د مشروعیت په سترګه نه ګوری.

ایګور کارپنکو، چې د بلاروس د ټاکنو د مرکزی کمیسیون مشری کوی، د دوشنبې په سهار په یوې خبری غونډه کې وویل چې لوکاشینکو د ۸۶.۸ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د ولسمشر په توګه بیا ټاکل شوی دی.

بلخوا د اروپایی اتحادیې او امریکا دغه ټاکنې “نامشروع” بللې او ویلې یې دی چې دا پروسه نه آزادانه وه او نه عادلانه.

همدا راز د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر، رادوسلاو سیکورسکی، په طنز سره ویلی چې د لوکاشینکو لپاره حیرانوونکی دی چې یوازې ۸۷.۶ سلنه خلکو د هغه ملاتړ کړی دی. هغه په خپل پوسټ کې پوښتنه کړې: “ایا پاتې خلک به په زندانونو کې ځایېدلای شی؟”

په همدې حال کې، نړیوالې رسنۍ راپور ورکوی چې لوکاشینکو د پایلو د اعلان وروسته په یوه اوږده خبری کنفرانس کې د اعتراضونو او انتقادونو په وړاندې بې‌پروا پاتې شو او ویې ویل چې د لویدیځ نظر ورته هېڅ ارزښت نه لری.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.