کابل/ګهیځ: نن دوشنبه (د تلې/میزان ۱۸مه او د اکټوبر ۱۰مه نېټه ده) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوی غړی خانجان الکوزی له حکومته غوښتی، چې د یو کلن تړون پر بنسټ له روسیې راوړل شوی توکی دې د ډېرو سوداګرو تر منځ په مساوی توګه ووېشل شی.
الکوزی وایی، دغه توکی دې یوې ډلې یا یو سوداګر ته نه ورکول کېږی.
هغه پر خپل ټویټر لیکلی، چې د سوداګریزو تړونونو ګڼوالی مهمه خبره ده او باید فرصتونه ور ته برابر شی خو په وینا یې دولت دې پخپله سوداګری نه پرې کوی .
الکوزی زیاته کړې، له روسیې سره د میلیونونو ټنو نفتی او خوراکی توکو شوی قرارداد که څه هم یو کلن دی خو کال وروسته به دا تړون دایمی شی.
افغانستان ته له روسیې د دغو توکو د رسېدو له خبر سره د توکو په بیو کې څه نا څه بدلون راغلی خو خلک لا هم د بیو له لوړوالی شکایت کوی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه ډاډ ورکوی، چې بازار ته د یادو توکو له عرضه کېدو سره به د اوړو، غوړیو او نفتی توکو بیې را ټیټې شی.
گهیځ