کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۷مه نېټه):
په متحده عربی اماراتو کې د یوې غونډې په ترڅ کې په افغانستان کې د معاشونو د سیستم د پیاوړتیا مسئله څېړل شوې ده. په دې دوه ورځنۍ غونډه کې چې پرون په دوبۍ کې پای ته ورسېده تر سلو د ډېرو نړیوالو بانکونو استازو، د ډیجیټل سیستمونو متخصصانو او د مدنی ټولنې کارپوهانو برخه اخیستې وه.
دې غونډې ته د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشرې میلینډا ګوډ وویل، داسې یو سیستم باید رامنځته شی، څو ډاډ ترلاسه شی چې افغانانو ته مرسته رسېږی او په افغانستان کې له خصوصی سکتور سره کومک کیږی.
د افغانستان بانک وړاندیز کړی، چې دوی غواړی له ټولو نړیوالو موسساتو سره د نړیوالو قوانینو په رڼا کې روابط ولری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ