کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۷ مه نېټه):
د هندی رسنیو د خبر له مخې تر دوو کلونو وروسته امریکایی او اروپایی هوایی شرکتونو ته د افغانستان پر فضا د الوتنې اجازه ورکړشوې ده.
د خبر پر بنسټ، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته پر افغانستان د دوی د الوتکو تګ – راتګ درېدلی و.
اکانومیک ټایمز ویلی، چې د امریکا هوایی چلند ادارې په روانه اونۍ کې امریکایی الوتکو ته اجازه ورکړه، چې د افغانستان له خاورې په ۳۲ زره فوټه په لوړوالی الوتنې وکړی.
د اروپایی ټولنې د هوایی چلند خوندیتوب اداره د خپلو غړیو هېوادونو هوایی شرکتونو ته هم ورته سپارښتنه کړې ده.
د اکانومیک ټایمز د څرګندونو له مخې، د دې پرېکړې له پلی کېدو سره به د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د تګ – راتګ په وخت کې د پام وړ کمی راشی، ځکه د افغانستان له لارې د تېرېدو ځنډېدو د الوتنو په وخت کې شاوخوا نیم ساعت ډېر کړی و.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ