ګهیځ: په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر هوګو لارنس وایی، امریکا د افغانستان پر وړاندې پر خپلو کړو ژمنو عمل و نه کړ.
د ده په وینا امریکایی چارواکو له افغانستان سره د کړو ژمنو په نه عملی کولو د افغانستان او افغانانو پر وړاندې خیانت کړی او دا د نه بخښلو وړ چاره ده.
لارنس زیاتوی، د افغانستان په اړه د ټرمپ بې پروا پرېکړې او د بایډن له لوری د ټرمپ د ماموریت ادامه د افغانستان د سقوط او په دغه هېواد کې د اوسنی وضعیت لامل شوه.
نوموړی په افغانستان کې د لاس ته راوړنو له منځه تلل د افسوس وړ مسئله بللې ده او د دې هر څه پړه یې د امریکایی مشرانو پر اوږو بار کړې ده.
گهیځ