امریکا: اسلو کې د ټولګډونه او استازی حکومت پر سر خبرې کېږی

ګهیځ: نن یکشنبه (د سلواغې ۳مه) امریکا وایی د ناروې پلازمېنې اسلو کې به په مذاکراتو کې په افغانستان کې پر ټولګډونه حکومت خبرې کېږی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې بهرنیو رسنیو ته ویلی چې د ناروې په پلازمینه اوسلو کې به له افغان لوری سره مذاکرات کېږی چې په دې کې د فرانسې، برېټانیا، اروپایی ټولنې، جرمنی، ایټالیا او امریکا استازی هم ګډون کوی.
سرچینې ویلی چې په مذاکراتو کې د افغانستان د نوی حکومت له استازو سره د یوه ټولګډونه او نماینده حکومت پر جوړولو، د بشری ناورین د مخنیوی، د بشری حقونو پر رعایت او په ځانګړې توګه د مېرمنو د حقونو، ښوونځیو، پوهنتونو او دندو ته د دوی د پرېښوودلو او نورو اړوندو مواردو پر سر خبرې کېږی.
همدا راز به د مولوی متقی په مشرۍ پلاوی په ناروې کې د افغانستان د مدنی ټولنې او بېلو قشرونو له یوه لوی پلاوی سره ګوری او پر مهمو مسایلو به خبرې کوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.