پدې وروستیو کې په پرله پسې ډول نړیوالې رسنۍ داسې راپورونه خپروی چې ګواکې د امریکا د متحده ایالتونو نوی ولسمشر ډونالد ټرامپ چې په خپلو ناببره پرېکړو او عجیب او غریبو تصمیمونو مشهور دی، غواړی د فلسطینی مبارزینو او اسراییلو تر منځ د اوربند او زندانیانو د تبادلې په اړه تر هوکړې وروسته، د فلسطین د نیول شویو ځمکو او په تېره بیا د غزې تړانګې اوسیدونکی له خپلو پلرنیو مېنو کډوال او د نړۍ په ځینو نورو سیمو یې هستوګن کړی.
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرامپ پدې تړاو د اردن له پاچا ملک عبدالله سره خبرې کړی او له هغه سره یې په نورو هېوادو کې د غزې تر یو میلیون زیاتو کډوالو ته د کورونو جوړولو او د هغوی د ځای پر ځای کولو احتمالی طرحې په اړه خبرې کړې دی.همدارنګه بایډن زیاته کړې چې د دې اونۍ په پیل کې یې د (یکشنبې په ورځ) د مصر له جمهور رییس عبدالفتاح السیسی سره هم په همدې تړاو خبرې اترې کړې دی.
د امریکا نوی ولسمشر ټرامپ له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې غزه یوه “ویجاړه شوې سیمه” ده او زیاته یې کړه چې دی لېوال دی تر څو د سیمې عربی هېوادونه فلسطینی بېځایه شویو ته د ژوند او اوسېدو ځای ورکړی.
دا پداسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د بشری حقونو مدافع ځینو ډلو او مرستندویه بنسټونه له څو میاشتو راهیسې د غزې د وضعیت په اړه اندېښنه ښکاره کړې وه، ځکه جګړې د غزې تراړې نږدې ټول وګړی بېځایه او د لوږې او سختې بېوزلۍ له کړکېچ سره مخامخ کړی دی.
په همدې ترڅ کې د اسراییلو د ټلویزیون ۱۲مې شبکې یو بل اعلان هم کړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ غواړی کم تر کم یولک تنه فلسطینی وګړی د البانیا اروپایی هېواد ته ولېږدوی او هلته یې مېشت کړی. د امریکایی ولسمشر دا پرېکړه وروسته تر هغې مخې ته راغلې ده چې د مصر او اردن حکومتونو خپلو هېوادو ته د زیات شمیر فلسطینی وګړو د لېږدولو له پروګرام سره مخالفت څرګند کړی دی.
بل اړخ ته د فلسطین په ګاونډ کې د اردن او مصر د حکومتونو د مخالفت تر څنګ په خپله د فلسطینی مبارزینو بېلابېلې ډلې هم د امریکایی ولسمشر له دغه طرحې سره په کلکه مخالفې دی، حماس او جهاد الاسلامی چې په غزه کې د اقصی توفان عملیاتو بنسټګر وو، له خپلو پلرنیو مېنو د مظلومو فلسطینیانو له کوچولو سره په کلکه مخالفت څرګند کړی او ټېنګار یې کړی چې فلسطینی بې ځایه شوی باید بېرته په خپلو مېنو کې ځای پر ځای شی.
همدارنګه د ګڼو عربی او اسلامی هېوادو تر څنګ د ملګرو ملتو سازمان هم غوښتنه کړې تر څو فلسطینی بې ځایه شوی وګړی دې بل هر هېواد ته د لېږدولو پر ځای بېرته په خپلو مېنو او پلرنی ټاټوبی کې ځای پر ځای شی او د اسراییلو او حماس تر منځ د سولې او اوربند د تړون له مخې دې نړیواله ادارې د دوی د ړنګو شویو کورونو په بیا ودانولو کې ورسره مرسته وکړی.
لکه چې د رسنیو له راپورونو ښکاری دا یوازې د امریکا د نوی ولسمشر ټرامپ طرحه ده چې دمګړۍ یوازې د اسراییلو اشغالګر او نیواکګر رژیم له هغې هرکلی کړی خو په ورته وخت کې ځینی شنونکی بیا شک لری چې دا به په اصل کې د اسراییلو د اشغالګر رژیم طرحه او غوښتنه وی چې غواړی د ټرامپ په خوښه او ملاتړ یې تطبیق او پلې کړی.
د اردن د سیند له لویدیځې غاړې او غزې تړانګې څخه د فلسطینیانو په زور یا په رضا شړل د لوی اسراییل هغه خوبونه رښتیا کوی چې د تل ابیب اشغالګر او نیواکګر رژیم یې له اوږدې مودې راپدیخواه ګوری او دا کار په طبیعی ډول په نیول شوی فلسطین او په تېره بیا په غزه کې د دې ځای د اصلی اوسیدونکو (فلسطینیانو) د نفوس د کمښت او هلته د یهودیانو مېشت کېدو ته ښه لار هوارولای شی.
یوازې دا خبره هم شاید نه وی چې اسراییل د امریکا په مرسته د غزې په تړانګه کې نور یهودیان مېشت کړی، بلکې د امریکا متحده ایالات او ورسره د غاصبو اسراییلو یرغلګر رژیم د دې طرحې له عملی کولو څخه په لنډ مهال کې دا موخه هم ترلاسه کول غواړی تر څو په نیول شوی فلسطین په تېره بیا د اردن سیند په لویدیځه غاړه او د غزې په تراړه کې د اسراییلو پر خلاف د هر ډول مقاومت او ولاړیدنې فرصتونه له خلکو واخلی او پرینږدی چې خلک د اسراییلو د هرې ورځې نادودو او یرغلونو سره مبارزه وکړی.
طبیعی ده چې تل ابیب او واشنګتن، دا کارونه هرڅه د یوه منظم پلان او یوه طرحه شوی پلان له مخې کوی او کېدای شی خپل دا پلان یوه ورځ له نورو لارو چارو څخه په ګټې اخیستنې سره عملی هم کړی، هماغسې لکه د فلسطین په نیول شویو ځمکو کې یې چې د اسراییل په نامه یو یهودی حکومت جوړ کړ. والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ