کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۶ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایی، متحده ایالاتونو او برېتانیا پر ایران تازه بندیزونه لګولی دی.
د خبر پر بنسټ دغو هېوادونو له اسټرالیا، کاناډا او یو شمېر نورو متحدینو غوښتی، چې دوی هم پر ایران بندیزونه ولګوی.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټونی بلېنکن ویلی، امریکا د نړۍ له شاوخوا نورو هېوادونو سره یوځای د ایرانیانو د ملاتړ او د عدالت د تامین لپاره هڅې کوی، چې پوښتنې وشی او بشری حقوق رعایت شی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوی، پر ۲۵ ایرانیانو په انفرادی ډول بندیز لګېدلی دی، درې حکومت پلوه رسنۍ په دغه بندیز کې شاملې دی او د ایران پر یوه انټرنیټی څېړنیز شرکت هم بندیز لګول شوی دی.
ایرانی چارواکو بیا دغه بندیزونه غندلی او ویلی یې دی چې امریکا د ټولو نړیوالو اصولو خلاف پر ایران فشار راوړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ