ګهیځ: نن شنبه (د وری ۶مه او د مارچ ۲۶مه نېټه ده) د امریکا متحده ایالتو او ځینې نورو لویدیځو هېوادونو د اسلامی امارت هغه پرېکړه غندلې چې په افغانستان کې یې تر شپږم ټولګی پورته د نجونو زده کړې ځنډولی دی.
د بریتانیا، کاناډا، فرانسې، ایټالیا، ناروې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو دغه راز د اروپایی ټولنې د لوړ رتبه استازی په ګډه اعلامیه کې له نوی افغان حکومت غوښتی چې خپله دغه پرېکړه بېرته واخلی.
اعلامیه کې ویل شوی، د حکومت دغه پرېکړه د دوی د مشروعیت لیدلوری او د افغانستان هغه هیله زیانمنوی چې غواړی د نړیوالې ټولنې غړی شی.
لویدیځو هېوادونو په خپله اعلامیه کې ویلی: “د طالبانو دا اقدام، افغانانو او نړیوالې ټولنې ته د طالبانو له ورکړل شوی تضمین سره په ټکر کې دی.”
اسلامی امارت ژمنه کړې وه چې په نوی ښوونیز کال کې به ښوونځی د ټولو نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستل شی، خو د چهارشنبې په ورځ یې تر شپږم ټولګی پورته د نجونو د زده کړو بهیر تر امر ثانی پورې وځنډاوه او ویې ویل چې د د ښځینه زده کوونکو په تړاو یې د منځنی او ثانوی ټولګیو طرحه نه ده وروستۍ شوې.
گهیځ