معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / امریکا ایران ته د روسیې لخوا د احتمالي جنګي جیټ الوتکو پر ورکړې اندېښنه ښودلې

امریکا ایران ته د روسیې لخوا د احتمالي جنګي جیټ الوتکو پر ورکړې اندېښنه ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۶ مه نېټه):
د امریکایي رسنیو د خبر له مخې سپینې ماڼۍ ویلي، امریکا په دې باور ده چې روسيه ايران ته د خپلو جنګي الوتکو د لېږلو په اړه غور کوي او دا اقدام د دواړو هېوادونو د پوځي همکاريو د پراختيا يوه برخه ده.
دغو رسنیو زیاته کړې، چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان کربي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دوی باور لري چې روسیه ښایي له ایران سره د توغندیو، الکترونیکي وسایلو او هوايي دفاع په ګډون بې ساري دفاعي همکارۍ وکړي.
کربي ویلي، ایران د لویدیځو هېوادونو د بندیزونو له امله سخت منزوي شوی دی.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار زیاته کړې، چې ایران روسیې ته د پوځي مهماتو د استولو په بدل کې د خپل پوځي ځواک د پیاوړي کولو هڅه کوي. امریکايي چارواکو په وار_وار ویلي چې روسیه له ایران څخه ترلاسه شوې وسلې او مهمات د اوکراین په جګړه کې کاروي، خو روسیې تر اوسه د دوی دغه تازه اندېښنې ته ځواب نه دی ورکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس