کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۶ مه نېټه):
د امریکایی رسنیو د خبر له مخې سپینې ماڼۍ ویلی، امریکا په دې باور ده چې روسیه ایران ته د خپلو جنګی الوتکو د لېږلو په اړه غور کوی او دا اقدام د دواړو هېوادونو د پوځی همکاریو د پراختیا یوه برخه ده.
دغو رسنیو زیاته کړې، چې د سپینې ماڼۍ د ملی امنیت سلاکار جان کربی د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی، دوی باور لری چې روسیه ښایی له ایران سره د توغندیو، الکترونیکی وسایلو او هوایی دفاع په ګډون بې ساری دفاعی همکارۍ وکړی.
کربی ویلی، ایران د لویدیځو هېوادونو د بندیزونو له امله سخت منزوی شوی دی.
د امریکا د ملی امنیت سلاکار زیاته کړې، چې ایران روسیې ته د پوځی مهماتو د استولو په بدل کې د خپل پوځی ځواک د پیاوړی کولو هڅه کوی. امریکایی چارواکو په وار_وار ویلی چې روسیه له ایران څخه ترلاسه شوې وسلې او مهمات د اوکراین په جګړه کې کاروی، خو روسیې تر اوسه د دوی دغه تازه اندېښنې ته ځواب نه دی ورکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ