امریکا به د لومړی ځل لپاره د کرېکټ نړیوال جام کوربه وی

د کرېکټ نړیوالې شورا په متحده عربی اماراتو کې د شورا د غړو په سلا مشوره د راتلونکو لسو کلونو لپاره د کرېکټ نړیوالو جامونو وخت او کوربه هېوادونه اعلان کړی دی، چې له مخې به یې امریکا او نمیبیا په لومړی ځل د کرېکټ نړیوال جام کوربتوب کوی.

د راتلونکی ۲۰۲۴میلادی کال د نارینه وو شل اوریز جام به د امریکا او وېسټ انډیز په ګډ کوربتوب ترسره کېږی.

له دې اته میاشتې وروسته د ۲۰۲۵ په فبرورۍ میاشت کې به پاکستان د چمپینز ټرافۍ کوربه وی. دا به له ۱۹۹۶ کال راهیسې په پاکستان کې د کرېکټ لوی نړیوال ټورنمېټ وی.

له دې یوازې اته میاشتې وروسته د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ میاشت کې به پاکستان د چمپینز ټرافۍ کوربه وی.

دا له ۱۹۹۶ کال راهیسې په پاکستان کې د کرېکټ لوی نړیوال ټورنمېټ دی.

ټاکل شوې په ۲۰۲۶ کال په هند او سرېلانکا کې د کرېکټ شل اوریزې نړیوالې سیالۍ وشی.

د ۲۰۲۷ کال اکټوبر یا نوامبر میاشت کې به نمیبیا په لومړی ځل د زمبابوۍ او سویلی افریقا سره په ګډه د کرېکټ نړیوال جام کوربه وی.

په ۲۰۲۸ کال په اکتوبر میاشت کې به د شل اوریز نړیوال جام په استرالیا او نیوزیلنډ کې وشی او یو کال وروسته به بیا هند د جمپینز ټرافۍ کوربه وی.

په ۲۰۳۰ کال کې به انګلنډ د ایرلنډ او سکاټلنډ سره یو ځای د شل اوریز نړیوال جام کوربتوب وکړی. دا به له ۱۹۹۹ کال راهیسې لومړی ځل وی چې ایرلنډ او سکاټلنډ د کرېکټ د یوې سترې نړیوالې سیالۍ کوربه شی.

د کرېکټ ۲۰۳۱ نړیوال جام به په اکتوبر یا نوامبر میاشت په هند او بنګله دېش کې ترسره شی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.