ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومی ۶مه) امریکا ته تللی کډوال د کورونو په پیدا کولو کې له سختو ستونزو سره لاس اوګرېوان دی.
د امریکایی رسنیو د راپورونو پر بنسټ، په امریکا کې د کورونو خاوندان یا کډوالو ته د کورونو له ورکولو ډډه کوی او یا یې هم د کورونو د کرایې کچه تر پخوا لوړه کړې ده.
د امریکا حکومت بیا وایی دوی هڅه کوی چې د افغان کډوالو د ځای پر ځای کولو لپاره مناسب ځایونه پیدا کړی او د کورونو د نشتوالی ستونزه یې هواره کړی.
امریکایی سوداګر او د کرایی کورونو مالکان وایی د راغلو افغان کډوالو په اړه هېڅ راز مالی او نور ضمانتونه نشته نو له همدې امله دوی ته د کورونو له ورکړې ډډه کوی.
د امریکا حکومت ویلی چې دمګړی یې لسګونه کډوال په هوټلونو او نظامی اډو کې په لنډمهالی توګه ځای پر ځای کړی دی خو تر څنګ یې دوی ته د کورونو د پیدا کولو په لټه کې دی.
گهیځ