کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۱۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغانستان لپاره د امریکا سفارت د افغانانو لپاره د امریکا د نړیوالو زده کړو د شورا د پروګرام له پرانیستو خبر ورکړی.
د خبر پر بنسټ، د امریکا د سفارت شارژدافېرې کرن ډیکر ویلي، چې د دې پروګرام په پرانیستونکې غونډه کې یې له سلو افغان فارغانو سره یوځای ګډون وکړ.
نوموړې زیاته کړې، چې افغان فارغان د اړیکو، همکارۍ او مشارکت په لټه کې دي او غږ یې ډېر مهم دی.
ډېکر د افغانستان لپاره د امریکا د نړیوالو زده کړو د شورا د پروګرام د جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو ټینګار یې کړی چې امریکا د افغانستان د راتلونکې په جوړولو کې له دې ډلې فارغانو سره مرسته کوي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/