کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۱۴ مه نېټه)
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، اعلان وکړ چې د سوداګریز کسر کمولو او د کورنی تولید ملاتړ لپاره یې د افغانستان او ځینو نورو هېوادونو پر وارداتو ۱۰ سلنه تعرفه وضع کړې ده.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ، د اپریل ۲ مه، په سپینه ماڼۍ کې وویل چې دا تعرفه به د ټولو وارداتو لپاره پلی شی، خو چین، هند، اروپایی اتحادیه او جاپان به له لوړو تعرفو سره مخ وی.
همداراز، د امریکا حکومت د چین پر وارداتو ۳۴ سلنه او د اروپایی اتحادیې او ځینو نورو هېوادونو پر وارداتو ۲۰ سلنه تعرفه لګولې ده.
ټرمپ دا پرېکړه د هغو تعرفو پر وړاندې غبرګون وباله چې نورو هېوادونو د امریکا پر صادراتو لګولی دی او ویې ویل چې موخه یې د نړیوالې سوداګرۍ لپاره عدالت رامنځته کول دی.
افغانستان امریکا ته تر ډېره قالین او وچه مېوه صادروی، نو د دې تعرفې تطبیق کېدای شی د دغو توکو بیې لوړ کړی یا د افغانستان صادرات کم کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ