کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۵ مه نېټه):
د افغان ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیری په یو ټویټ کې ویلی، د هغو افغان قاضیانو او څارنوالانو تر څنګ ولاړ دی، چې د قانون د پلی کولو لپاره یې کار درېدلی دی.
نوموړی ادعا کړې چې د اوسنی حکومت د یو شمېر چارواکو او د هغو کسانو له لوری، چې په تېر حکومت کې یادو قاضیانو قانونی پړ اعلان کړی، اوس ګواښل کیږی.
نوموړې زیاته کړې، هڅه کوی چې د دغو څارنوالانو او قاضیانو د ژوند تضمین له اوسنیو واکمنانو ترلاسه کړی.
افغان لوری تر اوسه په دې ادعا کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېر کې یې پر خپلې شوې عمومی عفوې ټینګار کړی و او یادونه یې کړې وه چې هېڅوک به د تېرو حکومتی کړنو پر سر نه مجازات کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ