امریکا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتی چې پر افغان حکومت فشار راوړی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۴ مه نېټه):
افغانستان په اړه د امنیت شورا تر غونډې وړاندې امریکا له دغې شورا غوښتی چې داسې پرېکړه لیک صادر کړی څو افغان چارواکی د نجونو پر ښوونځیو او پوهنتونونو د کار او تعلیم بندیز پرېکړه بېرته واخلی.
د امنیت شورا د ۱۵ غړو هېوادونو استازو پرون د متحده عربی اماراتو او جاپان په غوښتنه د افغانستان د سرپرست حکومت پر پرېکړو د خبرو لپاره غونډه دایره کړه.
دا غونډه سِری وه چې خبریالانو ته یې د بحث په اړه معلومات نه ورکول کېدل.
رویټرز خبری آژانس ته دیپلوماتانو ویلی چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لیندا توماس ګرینفیلډ شورا ته په وینا کې ویلی، چې د وضعیت خرابوالی ته په کتو باید د بندیزونو د غندلو لپاره په یوه خوله پرېکړه لیک تصویب شی او د افغان اوسنیو مشرانو له لوری د دغو بندیزونو د سم دستی پای ته رسېدو غوښتنه وشی، خو تر دې دمه څرګنده نه ده چې د امنیت شورا ټولو غړو د دې ډول یوه پرېکړه لیک د تصویب ملاتړ وکړ، که نه؟
دې وروستیو کې د ښځینه قشر پر تحصیل او کار د حکومت بندیز ګڼ نړیوال غبرګونونه راپارولی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.