معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / امریکا د پاکستان په ټاکنو کې د لاسوهنې ادعاوو په اړه اندېښنه ښودلې

امریکا د پاکستان په ټاکنو کې د لاسوهنې ادعاوو په اړه اندېښنه ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۱ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر ویلي، چې ټاکنیز تاوتریخوالی، د بشري حقونو پر وضعیت لګول شوي بندیزونه، بنسټیزې خپلواکۍ او د ټاکنو په بهیر کې پر انټرنېټ او ټیلیفوني اړیکو بندیزونه هغه څه دي، چې دوی یې غندنه کوي.

امریکا داسې مهال دغه غبرګون ښودلی، چې پرون د ملاکنډ په شانګله کې د تحریک انصاف ګوند پلویانو په ټاکنو کې د درغلیو پر ضد لاریون وکړ او وروسته له پولیسو سره په اخ و ډب کې لږ تر لږه درې کسان ووژل شول او ۱۲ نور یې ټپیان شول.

بلخوا د بربریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د پاکستان په ټاکنو کې د عدالت د ټینګښت او عمومیت په اړه اندېښنې ډېرې دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کامرون ویلي، لا هم نه پوهیږي چې په پاکستان کې ترسره شوې ټاکنې څومره عادلانه او سرتاسري وې؟

د لومړنيو غير رسمي پايلو له مخې د قومي اسمبلۍ له ۲۶۶ څوکيو خپلواکو نوماندانو چې ګڼ شمېر یې د تحريک انصاف ملاتړي دي، مخکې دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس