کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر ویلی، چې ټاکنیز تاوتریخوالی، د بشری حقونو پر وضعیت لګول شوی بندیزونه، بنسټیزې خپلواکۍ او د ټاکنو په بهیر کې پر انټرنېټ او ټیلیفونی اړیکو بندیزونه هغه څه دی، چې دوی یې غندنه کوی.
امریکا داسې مهال دغه غبرګون ښودلی، چې پرون د ملاکنډ په شانګله کې د تحریک انصاف ګوند پلویانو په ټاکنو کې د درغلیو پر ضد لاریون وکړ او وروسته له پولیسو سره په اخ و ډب کې لږ تر لږه درې کسان ووژل شول او ۱۲ نور یې ټپیان شول.
بلخوا د بربریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلی، چې د پاکستان په ټاکنو کې د عدالت د ټینګښت او عمومیت په اړه اندېښنې ډېرې دی.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کامرون ویلی، لا هم نه پوهیږی چې په پاکستان کې ترسره شوې ټاکنې څومره عادلانه او سرتاسری وې؟
د لومړنیو غیر رسمی پایلو له مخې د قومی اسمبلۍ له ۲۶۶ څوکیو خپلواکو نوماندانو چې ګڼ شمېر یې د تحریک انصاف ملاتړی دی، مخکې دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ