معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / امریکا له افغانستان سره د ډیپلوماټیکو اړیکو لرلو په لټه کې ده

امریکا له افغانستان سره د ډیپلوماټیکو اړیکو لرلو په لټه کې ده

کابل/ګهیځ: نن پنجشنبه (د تلې/میزان ۱۴مه او د اکټوبر میاشتې ۶مه نېټه ده) د امریکا متحده ایالتونه وايي، دوی به وروسته له دې په افغانستان کې هېڅ ډول پوځي مداخله و نه کړي.
دا خبره د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېرې «کرین دیکر» کړې، هغې ویلي چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي مداخلې هېڅ امکان نه تر سترګو کېږي.
نوموړې ټینګار کړی، چې هېڅوک دې تمه نه لري چې امریکا به په افغانستان کې بیا ځل پوځي مداخله وکړي.
هغې ویلي: “موږ به ډیپلوماټيکو هلوځلو ته دوام ورکړو. موږ ټولو ډیپلوماټيکو هلوځلو ته دوام ورکوو چې طالبان د خلکو ژوند ته د درناوي، انساني کرامت او بشري حقونو په اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړي. “
مېرمن دیکر دا هم ویلي چې امریکا هڅه کوي څو طالبانو سره د افغانستان د خلکو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې خبرو ته دوام ورکړي او دا چې اوسنی حکومت د افغانستان د ټولو وګړو امنیت خوندي کړي.
بل لور ته د افغانستان د اوسني حکومت مشران وايي، چې اوس په دغه هېواد کې راغلی امنیت بېساری دی او دوی ژمنه کوي چې د خپل ولس د لا امنیت لپاره هڅه کوي.
د ا.ا چارواکو په وار وار د امریکا په ګډون د نړۍ پر هېوادونو غږ کړی چې له دوی سره ډيپلوماټیکې اړیکې جوړې کړي او د اوسني حکومت د رسمیت پېژندو لړۍ پیل کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس