امریکا له افغانستان سره د ډیپلوماټیکو اړیکو لرلو په لټه کې ده

کابل/ګهیځ: نن پنجشنبه (د تلې/میزان ۱۴مه او د اکټوبر میاشتې ۶مه نېټه ده) د امریکا متحده ایالتونه وایی، دوی به وروسته له دې په افغانستان کې هېڅ ډول پوځی مداخله و نه کړی.
دا خبره د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېرې «کرین دیکر» کړې، هغې ویلی چې په افغانستان کې د امریکا د پوځی مداخلې هېڅ امکان نه تر سترګو کېږی.
نوموړې ټینګار کړی، چې هېڅوک دې تمه نه لری چې امریکا به په افغانستان کې بیا ځل پوځی مداخله وکړی.
هغې ویلی: “موږ به ډیپلوماټیکو هلوځلو ته دوام ورکړو. موږ ټولو ډیپلوماټیکو هلوځلو ته دوام ورکوو چې طالبان د خلکو ژوند ته د درناوی، انسانی کرامت او بشری حقونو په اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړی. “
مېرمن دیکر دا هم ویلی چې امریکا هڅه کوی څو طالبانو سره د افغانستان د خلکو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې خبرو ته دوام ورکړی او دا چې اوسنی حکومت د افغانستان د ټولو وګړو امنیت خوندی کړی.
بل لور ته د افغانستان د اوسنی حکومت مشران وایی، چې اوس په دغه هېواد کې راغلی امنیت بېساری دی او دوی ژمنه کوی چې د خپل ولس د لا امنیت لپاره هڅه کوی.
د ا.ا چارواکو په وار وار د امریکا په ګډون د نړۍ پر هېوادونو غږ کړی چې له دوی سره ډیپلوماټیکې اړیکې جوړې کړی او د اوسنی حکومت د رسمیت پېژندو لړۍ پیل کړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.