ګهیځ: نن چهارشنبه (د مرغومی ۲۲مه) امریکا نن له افغانستان سره د ۳۰۸ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی دی.
د ان بی سی د راپور له مخې، امریکا په افغانستان کې د بشری وضعیت ښه والی او دغه راز د دغه هېواد د اقتصادی سقوط د مخنیوی په موخه نن له افغانستان سره ۳۰۸ میلیون ډالر مرسته اعلان کړې ده.
راپور کاږی چې واشنګټن له افغانانو سره د یو میلیون ډوزه کرونا ضد واکسین مرستې ژمنه هم کړې ده چې ډېر ژر به افغانستان ته واستول شی.
د امریکا د متحدو ایالتونو نړیواله پراختیایی اداره “USAID” وایی چې دا مرستې به اړمنو او اسیپ پذیزه افغانانو ته د خوراکی موادو، غذا اوروغتیایی اسانتیاوو په برابرولو، د ژمی په پروګرامونو او لوژیستیک په برخو کې لګول کیږی.
د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې د امریکا د سولې انسټیټوټ ویلی وو چې یوازې بشری مرستې نه شی کولی دغه هېواد له اقتصادی کړکېچه وباسی بلکې امریکا باید په نړیوالو بانکونو کې د افغانستان څه کم لس میلیارده ډالر مالی پانګه ژر تر ژر ازاده او بېرته د دغه هېواد بانکونو ته واستوی.
گهیځ