معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / امریکا له اوسنیو افغان چارواکو ترهګرۍ سره مبارزه کې پر شویو ژمنو د عمل غوښتنه کړې:

امریکا له اوسنیو افغان چارواکو ترهګرۍ سره مبارزه کې پر شویو ژمنو د عمل غوښتنه کړې:

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۲ مه نېټه):
راپورونه وایي، چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکایي استازي مرستیال د سرپرست افغان حکومت له چارواکو غوښتي، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه په خپلو شویو ژمنو ودرېږي.
ریچارډ ام میلز ویلي، ترهګري د نړیوالې سولې او امنیت لپاره ګواښ دی، چې باید پر وړاندې یې جدي مبارزه وشي.
په‌ دې غونډه کې د چین او روسیې استازي اندېښنه ښودلې، چې د ترهګریزو سازمانونو وړتیاوې د لوړېدو په حال کې دي.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې د استازي مرستیال گنادی کوزمین وايي، په تېرو شلو کلونو کې چې امریکا او د ناټو متحدانو په افغانستان کې حضور درلود، د ترهګرۍ ګواښ نه یوازې چې کم شوی نه دی، بلکې نور هم ډېر شوی دی.
امریکا او روسیه په داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د سرپرست افغان حکومت چارواکو په کراتو نړۍ ته دا ډاډ ورکړی، چې اجازه نه ورکوي څو د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

Telegram (https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl)
Gaheez News_ګهیځ نیوز
ګهیځ د هېواد اړوند د کره، پر وخت او بې پرې خبرونو هېنداره…!

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس