امریکا له اوسنیو افغان چارواکو ترهګرۍ سره مبارزه کې پر شویو ژمنو د عمل غوښتنه کړې:

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۲ مه نېټه):
راپورونه وایی، چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکایی استازی مرستیال د سرپرست افغان حکومت له چارواکو غوښتی، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه په خپلو شویو ژمنو ودرېږی.
ریچارډ ام میلز ویلی، ترهګری د نړیوالې سولې او امنیت لپاره ګواښ دی، چې باید پر وړاندې یې جدی مبارزه وشی.
په‌ دې غونډه کې د چین او روسیې استازی اندېښنه ښودلې، چې د ترهګریزو سازمانونو وړتیاوې د لوړېدو په حال کې دی.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې د استازی مرستیال گنادی کوزمین وایی، په تېرو شلو کلونو کې چې امریکا او د ناټو متحدانو په افغانستان کې حضور درلود، د ترهګرۍ ګواښ نه یوازې چې کم شوی نه دی، بلکې نور هم ډېر شوی دی.
امریکا او روسیه په داسې مهال دغه څرګندونې کوی، چې د سرپرست افغان حکومت چارواکو په کراتو نړۍ ته دا ډاډ ورکړی، چې اجازه نه ورکوی څو د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

Telegram (https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl)
Gaheez News_ګهیځ نیوز
ګهیځ د هېواد اړوند د کره، پر وخت او بې پرې خبرونو هېنداره…!

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.