معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / امریکا له اوکراین سره د ۴ سوه میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ

امریکا له اوکراین سره د ۴ سوه میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۳ مه نېټه):
د امریکایي رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد حکومت له اوکراین سره د نظامي مرستو په دوام، یو ځل بیا د ۴ سوه میلیونه ډالرو په ارزښت د نظامي مرستو خبر ورکړ.
دغو رسنیو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له قوله ویلي چې په دغو مرستو کې د هیمارز او هویټرز توپونو مرمۍ شاملې دي، چې د اوکراینیانو د دفاع په برخه کې ډېرې ګټورې دي.
بلېنکن زیاته کړې، چې امریکا به د زغروالو ګاډو لپاره مرمۍ، پلونه او د پوځي وسایلو ترڅنګ د روزنې او ملاتړ لپاره نور وسایط او وسایل هم اوکراین ته واستوي.
لۀ یو کال ډېر وخت وشو، چې اوکراین هېواد د ولادیمیر زلنسکي پۀ مشرۍ د روسیې هېواد د یرغل په مقابل کې د ناټو په مرسته په جګړه بوخت دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس