امریکا له اوکراین سره د ۴ سوه میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۳ مه نېټه):
د امریکایی رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد حکومت له اوکراین سره د نظامی مرستو په دوام، یو ځل بیا د ۴ سوه میلیونه ډالرو په ارزښت د نظامی مرستو خبر ورکړ.
دغو رسنیو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلېنکن له قوله ویلی چې په دغو مرستو کې د هیمارز او هویټرز توپونو مرمۍ شاملې دی، چې د اوکراینیانو د دفاع په برخه کې ډېرې ګټورې دی.
بلېنکن زیاته کړې، چې امریکا به د زغروالو ګاډو لپاره مرمۍ، پلونه او د پوځی وسایلو ترڅنګ د روزنې او ملاتړ لپاره نور وسایط او وسایل هم اوکراین ته واستوی.
لۀ یو کال ډېر وخت وشو، چې اوکراین هېواد د ولادیمیر زلنسکی پۀ مشرۍ د روسیې هېواد د یرغل په مقابل کې د ناټو په مرسته په جګړه بوخت دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.