امریکا له اوکراین سره هر ډول پوځی مرستې وځنډولې

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ اوکراین سره د امریکا د هر ډول پوځی مرستو د ځنډولو خبر ورکړ.

ویل کیږی دغو مرستو کې هغه وسلې چې د انتقال په حال کې وې او هغه وسلې چې اوکراین کې موجودې وې شاملی دی.

فاکس نیوز راپور ورکړی، چې دغه مرستې به تر هغې ځنډېدلې وی، چې د اوکراین ولسمشر سولې ته حسن نیت وښیی.

دغه ځنډ له ټرمپ سره د زیلنسکی له جنجالی لیدنې څو ورځې وروسته وضع شو.

ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ کې تر جنجالی جلسې وروسته ویلی، زیلنسکی امریکا ته هغه وخت بیا راتلای شی، چې سولې ته چمتووالی وښیی، خو زیلنسکی امریکا ته تر تګ وروسته د مرستو د جلب لپاره اروپا ته تللی.

د یادونې ده، تېره اونۍ ټرمپ سره د زیلنسکی لیدنه په لفظی شخړه واوښته، چې نړۍ کې یې پراخ انعکاس وموند.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.