امریکا له چاد هېواد څخه خپل سرتیری وباسی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۸مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا دفاع وزارت ویلی، پلان لری چې د شمالی مرکزی افریقا په لویې وچه کې د پروت هېواد چاد څخه خپل سرتیری وباسی.
امریکا په چاد کې شاوخوا ۱۰۰ سرتیری لری، چې د افریقا په لویدیځ کې د سخت دریځو ډلو په خلاف مقابله کوی.
د پنټاګان ویاند، تورنجنرال پیټریک رایډر په یوه خبری کنفرانس کې وویل چې د افریقا لپاره د امریکا د پوځ قوماندانی پلان لری د چاد څخه د امریکایی ځواکونو ځای بدل کړی.
د نوموړی په خبره د ځینو سرتېرو د وتلو لپاره مهالوېش لا له وړاندې ټاکل شوی دی.
جنرال رایډر همدارنګه ویلی، چې د چاد څخه د امریکایی سرتېرو وېستلو پرېکړه لنډمهالې ده او زیاته یې کړه چې د دې هېواد سره د امریکا د امنیتی همکارۍ د ارزونې له مخې شوې چې ټاکل شوې د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال پیل شی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.