امریکا وایی د افغانستان د نوی حکومت پر وړاندې د متشدد مخالفت ملاتړ نه کوی

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۲۳مه او د جولای میاشتې ۱۵مه نېټه ده) امریکا وایی، په افغانستان کې د تاوتریخوالی وروستۍ څپه په غور څاری او ټینګار یې کړی، چې واشنګټن د ا.ا پر وړاندې د تاوتریخجن مخالفت ملاتړ نه کوی.

دا څرګندونې ‘فارن ډېسک’ نشریې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپاره کړی لیکلی پیغام کې کړی.

دغه امریکایی چارواکی جګړه کې پر ښکېلو غاړو د زغم غږ کړى او ویلی یې دې چې ستونزې دې د خبرو له لارې هوارې کړی.

ویاند زیاته کړې، دا یوازینې لاره ده چې پر مټ یې افغانستان کولاى شی خپلې ګڼې ننګونې ختمې کړی.

امریکا د ا.ا پر ضد د تاوترېخجن مخالفت د نه ملاتړ خبره داسې مهال یو ځل بیا تکراروی چې په دې وروستیو کې د افغانستان له ځینو سیمو د تاوتریخوالی زیاتېدونکی رپوټونه رارسېدلی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.