ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۹مه او د جون میاشتې ۳۰مه نېټه ده) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په تازه څرګندونو کې ویلی چې د نوی حکومت او افغانستان منزوی کول د هېچا په ګټه نه دی او په وینا یې که نړۍ غواړی چې ستونزې هوارې شی نو مذاکرات او سیاسی خبرې باید دوام وکړی.
هغه دغه راز ویلی، په دوحه کې له افغان لوری سره د مذاکراتو پیل په دې مانا نه دی چې دوی په رسمیت پېژندل کېږی خو مذاکرات او پالیسی به دوام کوی.
په دوحه کې د افغان لوری او امریکا ترمنځ د مذاکراتو نوی پړاو پیل شوی دی چې د امریکایی لوری په خبره پر اقتصادی او همدا راز د نجونو د زده کړو پر پیل به د دواړو ترمنځ خبرې کېږی.
گهیځ