ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د زمری/اسد ۲۳مه او د اګسټ میاشتې ۱۴مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وایی، متحده ایالتونه د افغانستان له خلکو سره مرستې ته ژمن دی او د دې هېواد د بشری بحران د هواری په برخه کې کلک هوډ لری.
وېسټ بېګا ناوخته پر خپل ټویټر لیکلی، چې د افغانستان له خلکو سره د امریکا له خوا د ۱۵۰ میلیون ډالره مرستې اعلان به د غذایی موادو د ناامنۍ د له منځه وړلو، د افغان ماشومانو د زده کړو د دوام او د ښځو او نجونو د ځواکمنولو په چارو کې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د امریکا د نړیوالې پرمختیایی ادارې USID له افغانستان سره د په درې بستو کې د ۱۵۰ میلیونه امریکایی ډالرو په ارزښت مرسته اعلان کړه.
متحدوایالتونه له افغانستان سره د دې مرستې خبر په داسې حال کې ورکوی چې د تېرکال په اګست کې د ا.ا له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د غذایی موادو د خوندیتوب نه شتون او اقتصادی بحران د پراخېدو په حال کې دی او میلیونونه افغان ماشومان له تعلیم څخه بې برخې شوی دی.
گهیځ