امریکا وایی، د بندیزونو له لرې کېدو پرته په رسمیت پېژندل ستونزمن دی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۴ مه نېټه):
د امریکایی رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلی، تر هغې چې په افغانستان کې پر ښځو بندیزونه لرې نه شی، واشنګټن به سرپرست افغان حکومت په رسمیت ونه پېژنی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند له کابله غوښتی، چې پر ښځو بندیزونه پای ته ورسوی؛ ځکه د هغه په وینا رسمیت پېژندلو ته رسېدل به د بندیزونو له لرې کېدو پرته ډېر ستونزمن وی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوې خبری ناسته کې ویلی، پوهېږو چې طالبان غواړی د نړیوالې ټولنې له لوری په رسمیت وپېژندل شی، خو د دې لپاره باید لومړی سر کې کورنی مشروعیت ترلاسه کړی او تر هغې چې د ښځو ځپلو ته دوام ورکړی، دغې چارې ته رسېدل به ډېره ستوزمنه وی.
بل لور بیا د سرپرست افغان حکومت د ویاند مرستیال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلی، دمګړۍ هېواد کې د ټولو هېوادوالو حقونه خوندی دی. نوموړی زیاتوی، د افغانستان سرپرست حکومت له ټولو هېوادونو سره د نېکو او رسمی اړیکو غوښتونکی دی، خو په خبره یې چې دې غوښتنو باندې به هېڅکله اسلامی او ملی ګټې قربانی نۀ کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.