کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلی، چې نږدې راتلونکې کې په کابل کې د ډیپلوماټیک ماموریت پیلولو پلان نه لری.
د خبر پر بنسټ، د یاد وزارت مرستیال ویاند وېدانټ پټېل ویلی، چې د سرپرست حکومت د چارواکو په ګډون له ګڼو افغانانو سره د افغانستان دننه او بهر تعامل کې دی، خو ښوونځیو ته د نجونو ورګرځېدا د دې تعامل تر ټولو اړینه برخه ده.
پټېل ویلی، چې هېواد یې لا هم پر سرپرست حکومت فشار راوړی، څو د ښځو برخه کې هغه فرمانونه بېرته واخلی چې د هغوی ژوند په ګډون د اړېکو نرمښت اغېزمنوی.
هغه زیاته کړې چې له سرپرست حکومت سره عادی اړېکې د ټولو افغانانو حقونو ته پر درناوی مشروطې دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ