امریکا پاکستان ته د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره ۷۵ میلیونه ډالره ورکړی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۴ مه نېټه):
د امریکایۍ رسنیو د خبر له مخې امریکا ویلی، چې د ۲۰۲۱م کال له اکتوبر میاشتې راهیسې یې پاکستانی بنسټونو ته له ۷۵ مېلیونو ډالرو ډېرې پیسې ورکړی چې د افغان کډوالو ملاتړ وشی.
اسلام اباد کې د امریکا سفارت ویلی، چې د هغو همکارانو د مننې او هرکلی لپاره یې سره ناسته کړې، چې د تېرو دوو کلونو پرمهال یې د تازه ورغلو افغان کډوالو خدمت کړی دی.
د امریکا د ۷۵ میلیونو ډالرو مرستې ته په کتو، پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ویلی، چې له قانونی اسنادو سره – سره هلته د لازمې مرستې پر ځای تنګیږی او لاسنیوی یې نه کیږی. له دې ټولو سره پاکستان د افغان کډوالو تر ټولو ستر کوربه هېواد بلل کیږی، خو له کډوالو سره د چلند پر څرنګوالی او سیاسی استفادې ورته تل په یوه نه یوه بڼه د ملامتۍ ګوته نیول شوې ده.
دغه هېواد تازه ۷۲ تنه نور افغان کډوال هم بندیان کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.