کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبری آژانس د امریکا CIA مشر له قوله ویلی، چې تېره ورځ یې پر اوکراین تر نامعلومې نېټې استخباراتی معلومات بند کړل.
یاد آژانس ویلی، امریکا دغه فشار اوکرایین کې د سولې راوستو په موخه کړی، خو دغه اقدام کولی شی د اوکرایین دفاع ته ځان زیان ورسوی.
امریکا پر اوکراین د پوځی مرستو او استخباراتی معلوماتو بندېدل داسې مهال پیل کړل، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکی له ټرمپ سره د کانونو د تړون په اړه جوړه شوې ناسته کې ناندرۍ ووهلې.
د CIA مشر جان راټکلیف ویلی، د امریکا دغه اقدام د اوکراین په ولسمشر د فشار په معنا دی، څو د اوکراین سولې په برخه کې د روسیې د توجو جلبولو په پروسه کې له ټرمپ سره مرسته وکړی.
د ټرمپ د ملی امنیت مشاور مایک والټرز خبریالانو ته ویلی، متحده ایالتونه د جګړې د ختمولو لپاره د سولې د مذاکراتو او د معدنی موادو د حقوقو د تړون لاسلیک کولو لپاره په چټکۍ سره مخ په وړاندې درومی.
د سرچینو په حواله، اوکراین اړتیا لری چې پر روسیې د هوایی بریدونو په برخه کې د امریکا اطلاعاتو څخه کار واخلی او په دې برخه کې واشنګټن د جګړې له پیله له کیف سره مهم پوځی اطلاعات شریک کړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ