ګهیځ: نن پنجشنبه (د لیندۍ ۱مه) امریکایې چارواکی وایی په افغانستان کې روان وضعیت خواشینوونکی دی، خو تر هغه چې دوی له هر څه ډاډه نه شی کنګل شوې پانګه نه ازادوی.
د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازی، ټوماس ویسټ له یوې امریکایی رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلی چې د افغانستان په هره برخه کې له روان وضعیت خبر دی.
دده په خبره د خلکو له ناوړه اقتصادی وضعیت، د ماشومانو له خوارځواکۍ، د معاشونو له ځنډېدو، ښوونځیو او دندو ته د نجونو له نه تګ او نورو مسایلو خبر دی، خو تر هغه چې په افغانستان کې هر اړخیز ډاډ تر لاسه نه شی د کنګل شوې پانګې ازادول او په رسمیت پېژندلو بهیر به پیل نه کړی.
د ویسټ په وینا دوی ډاډه نه دی چې نوی حکومت به د ښځو حقونه وساتی که نه، دغه راز دوی په تمه دی چې د اسلامی امارت چارواکی له نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې عملی کړی.
هغه زیاته کړې چې د افغانستان اوسنی وضعیت بوږنوونکی دی او هر هغه څوک پرې ځورېږی چې له افغانانو سره خواخوږی لری، خو نړیواله ټولنه هم خپل شرایط لری چې باید پلی کړل شی.
گهیځ