کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې NBC نیوز راپور ورکړی، چې دا بړبوکۍ د امریکا په میزوری، آرکانزاس، ټیکساس، اکلاهما، کانزاس او میسیسیپی ایالتونو کې رامنځته شوې ده.
د دوی په وینا دې پېښې د ۳۴ تنو ژوند اخیستی او دروند مالی زیان یې اړولی دی.
تر ټولو زیات ټپیان چې شمېر یې ۲۹ کسانو ته رسېدلی، په ارکانزاس ایالت کې دی.
دوی ویلی، احتمال شته چې د زیان ګراف تر دې نور هم لوړ شی.
سرچینې ویلی، چې د تېرې د بادونو له امله ۲۵۰ زره خلک له برېښنایی اسانتیاوو هم بې برخې شوی دی.
د دغې بړبوکۍ لومړۍ پېښه د تېرې جمعې په شپه ټکساس ایالت کې رامنځته شوه، چې درې تنه په کې مړه شول.
د دغه هېواد په یو شمېر ایالتونو کې د باد سرعت ۱۳۰ کیلومتره پر ساعت او ځینو کې ۶۰ کیلومتره پر ساعت ښودل شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ