معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / امریکا کې دوو بریدونو اووه تنه وژل شوي او یو تن بل ټپي دی

امریکا کې دوو بریدونو اووه تنه وژل شوي او یو تن بل ټپي دی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۴ مه نېټه):
امریکايي رسنیو خبر ورکړ چې د هغه هېواد په ځایي وخت باندې تېره شپه د شمالي کلیفورنیا په هاف مون کې د دوو جلا وسلوالو بریدونو په ترڅ کې اووه تنه وژل شوي او یو تن سخت ټپي شوی دی.
ځایي چارواکو دغو رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړې، د پېښې په اړه یو شکمن کس نیول شوی چې اوس مهال ترې په توقیف کې پوښتنې_ګروېږنې روانې دي.
امریکا کې ډېری مهال د وسلوالو بریدونو له امله امریکایي وګړو ته مرګ_ژوربله اوړي، چې تېر زېږدیز کال د امریکا د تاریخ په تېرو دریو لسیزو کې د همدې هدفي وژنو له امله بې ساری وو.
هلته د ۲۰۲۲ کال په ترڅ کې ۴۴ زره امریکایان وژل شوي وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس