کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۴ مه نېټه):
امریکایی رسنیو خبر ورکړ چې د هغه هېواد په ځایی وخت باندې تېره شپه د شمالی کلیفورنیا په هاف مون کې د دوو جلا وسلوالو بریدونو په ترڅ کې اووه تنه وژل شوی او یو تن سخت ټپی شوی دی.
ځایی چارواکو دغو رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړې، د پېښې په اړه یو شکمن کس نیول شوی چې اوس مهال ترې په توقیف کې پوښتنې_ګروېږنې روانې دی.
امریکا کې ډېری مهال د وسلوالو بریدونو له امله امریکایی وګړو ته مرګ_ژوربله اوړی، چې تېر زېږدیز کال د امریکا د تاریخ په تېرو دریو لسیزو کې د همدې هدفی وژنو له امله بې ساری وو.
هلته د ۲۰۲۲ کال په ترڅ کې ۴۴ زره امریکایان وژل شوی وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ