امریکا کې د استازو جرګه د حوت په ۱۷ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه غونډه کوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۱ مه نېټه):
د امریکایی رسنیو د خبر له مخې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ویلی، چې د حوت په ۱۷مه نېټه به له افغانستان څخه د امریکایی او ناټو ځواکونو د بېړې او غیر له همغږۍ وتلو په اړه خپله لومړنۍ غونډه وکړی.
دوی زیاته کړې، چې په دې غونډه کې به د دوو پوځی ډلو د چارواکو شهادتونه چې د افغانانو او امریکایانو په وېستلو کې یې رول لوبولی، واوریدل شی.
له افغانستانه په غیر مسوولانه توګه د وتلو پر سر یو شمېر پخوانی افغان چارواکی او نړیوال مبصرین پر امریکایی لوری تندې نیوکې هم کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.