کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هوا پېژندنې نړیوالې ادارې د امریکا په یو شمېر سیمو کې د زورور ژمني توپان خبرداری ورکړی.
د هوا پیژندنې ادارې مسوولینو خبرداری ورکړی، چې د دې هېواد په ختیځ کې به میلیونونه کسان د واورې له سخت توپان سره مخامخ شي.
د امریکا هوا پېژندنې ملي ادارې هم د امریکا له مرکزي دښتو څخه نیولې تر منځني اتلانتیکه پورې په ټولو ایالاتونو کې د سختې واورې، کنګلونو او بادونو خبرداری ورکړی.
له لویدیځ کنساس څخه د ساحلي ایالتونو مریلینډ، دلاویر او ویرجینیا په لورې د دغه ژمني توپان د راتلو خبرداری ورکړل شوی، چې شاوخوا ۲۴۰۰ کیلومتره پراخه سیمه سمدستي تر ګواښ لاندې ښودل شوې ده.
همداشان اټکل شوی، چې د دې توپان له امله به په یو شمېر سیمو کې موسم منفي ۱۸ درجې ته راټیټ شي او دروند کنګل به د برېښنا مزي او د ونو څانګې ځمکې ته راټیټ کړي، پر سرکونو به د موټرو تګ – راتګ ستونزمن او د دې سختې یخنۍ په جریان کې به میلیونونه کسان له برېښنایي خدمتونو بې برخې شي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/