امریکا کې د سختې واورې،‌ کنګلونو او بادونو خبرداری ورکړل شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هوا پېژندنې نړیوالې ادارې د امریکا په یو شمېر سیمو کې د زورور ژمنی توپان خبرداری ورکړی.

د هوا پیژندنې ادارې مسوولینو خبرداری ورکړی، چې د دې هېواد په ختیځ کې به میلیونونه کسان د واورې له سخت توپان سره مخامخ شی.

د امریکا هوا پېژندنې ملی ادارې هم د امریکا له مرکزی دښتو څخه نیولې تر منځنی اتلانتیکه پورې په ټولو ایالاتونو کې د سختې واورې،‌ کنګلونو او بادونو خبرداری ورکړی.

له لویدیځ کنساس څخه د ساحلی ایالتونو مریلینډ، دلاویر او ویرجینیا په لورې د دغه ژمنی توپان د راتلو خبرداری ورکړل شوی، چې شاوخوا ۲۴۰۰ کیلومتره پراخه سیمه سمدستی تر ګواښ لاندې ښودل شوې ده.

همداشان اټکل شوی، چې د دې توپان له امله به په یو شمېر سیمو کې موسم منفی ۱۸ درجې ته راټیټ شی او دروند کنګل به د برېښنا مزی او د ونو څانګې ځمکې ته راټیټ کړی، پر سرکونو به د موټرو تګ – راتګ ستونزمن او د دې سختې یخنۍ په جریان کې به میلیونونه کسان له برېښنایی خدمتونو بې برخې شی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.