امریکا کې ډیموکرات ګوند له جوبایډن څخه د استعفاء غوښتنه کوی

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر امریکایی رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د استازو په مجلس کې د ډیموکراټ ګوند څلورو مخکښو غړو له جوبایډن څخه غوښتی، چې له ډونالډ ټرمپ سره له دوامدارې سیالۍ لاس واخلی.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې، لیکلی، چې د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند نوماند جوبایډن له ټرمپ سره له وروستیو ناکامو مناظرو وروسته د دغه ګوند د مشرتابه لخوا پر بایډن له خپلې نوماندۍ څخه د په شا کېدلو لپاره فشار راوړی دی.

دا فشارونه په داسې حال کې زیات شوی، چې د امریکا اوسنی ولسمشر جوبایډن تېره یکشنبه د امریکا د ازادۍ په ورځ په خپل ټاکنیز کمپاین کې له ډونالډ ټرمپ سره د سیالۍ پر دوام ټینګار وکړ.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.