کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار اړوند دوهمې، نهمې او اوومې امنیتی حوزو اړوند ساحو کې د غلو دوه ډلې نیول شوې دی.
د خبر پر بنسټ یاد غله چی ۱۳ تنه دی، په لښکرګاه ښار کې یې د هېوادوالو څخه د وسلو پرمټ موټرونه، موټر سایکلونه، ټیلیفونونه او نور شیان غلا کول، چې د امنیتی ځواکونو له لوری د یو لړ ځانګړو عملیاتو پرمهال ونیول شؤ.
د دغه ځای د جنایی پېښو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مرستیال وایی، د عملیاتو په پایله کې یې د غلو سره ۴ میله توفانګچې، ۴ عرادی موټرسایکلونه او یو شمېر نور اجناس نیولی، چې تر لومړنیو څېړنو وروسته یې دوسیې اړوندو ارګانونو ته وسپارلې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ